اسلام آباد 02 ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم سره د پاكستان په دوره راغلې د تركيې داخله وزير سليمان سوئيلو٬د تركيې د ماحوليات٬اربنائزېشن او موسمياتي بدلون وزير مرات كورم٬ د تركيې د ډيزاسټر اينډ ايمرجنسي منيجمنټ چيئرمېن٬د كم لګښت هاؤسنګ ايجنسۍ ډائرېكټر جنرل سره د پلاوي ملاقات كړے۔وزيراعظم د سېلاب له امله په شوي ځاني او مالي زيان د غمرازۍ په څرګندونه كولو د صدر رجب طيب اردوان د زړه نه مننه وكړه او د آفت مخ نيوي او هر ممكنه مرستې وركولو لپاره ئې د تركيې د پاكستان سره د مرستې عزم وستائېلو۔وزيراعظم دا خبره خوشبينه وګرځوله چې د صدر اردوان د ټېليفون نه پس سمدستي تركيې د سېلاب ځپليو لپاره خيمې٬د خوراك څښك څيزونه٬داروګان او د هنګامي مرستې سامان په صورت پاكستان ته مرسته رالېږلې۔تراوسه 11 تركيې پوځي الوتكې او دوه د سامان څخه ډك ټرينونه پاكستان ته روان شوي۔وزيراعظم د كال 2005 او 2010 سېلاب په مهال د تركيې لخوا د پاكستان لپاره د مرستې ذكر كولو سره په دې خبره زور راوړو چې تركيه او پاكستان يو وجود لري او هغوي تل په سخت وخت كښې د يو بل مرسته كړی۔پلاوې د سېلاب څخه د شوي تباهۍ په اړه خبرولو كښې وزيراعظم ووئيل پاكستان په هېواد كښې د غذائي عدم تحفظ خطر سره مخ دے ځكه جې د سېلاب له امله په لاكهونو ??يك??ه فصلونه تباه شوي۔د تركيې داخله وزير سليمان سوئيلو په پاكستان كښې د سېلاب په مهال په قيمتي ځاني زيان او د قيمتي املاك په تباهۍ وزيراعظم سره د غمرازۍ څرګندونه كړې۔ده ووئيل تركيې سېلاب ځپليو ته د زمكي او فضا د لارې د مرستې وركولو انتظام كړے۔ده ووئيل نن د جمعې مونځ په مهال به په تركيه كښې خلق پاكستانو وروڼو خوئېندو لپاره دعاګانې كوي او نوره مرسته به هم كوي۔د تركيې وزير ووئيل د صدر اردوان ه??ايات له مخې د پاكستان ه??ې مرستې كولو ته تي??ر يو۔د تركيې د كورنيو چارو وزير په مشرۍ كښې د تركيې پلاوې يووالي او ملاتړ لپاره د پاكستان دوره كوي٬پلاوې به د سېلاب ځپليو سيمو فضائي دوره هم كوي۔
متعلقہ مضامین
-
Maryam declares waterways ‘red zones’ to stop flood damage
-
Pakistan declares september 6 holiday for eid Milad un Nabi
-
Ethiopian delegation arrives in Pakistan to launch ‘Plant Fraternity’ initiative
-
Norwegian athlete and Israr Khattak wins at 5th Islamabad Marathon
-
Massive fire at Karachi factory causes loss of millions
-
رائل کروز آفیشل گیمنگ پلیٹ فارم کا مکمل تعارف
-
لائیو ڈیلر آفیشل تفریحی لنک: آن لائن کھیلوں میں نئے دور کا آغاز
-
Fire and Roses Joker Official Entertainment Link Ka Taaruf
-
Feb 29 welcomed by leap-year babies all over world
-
Kazakh PM appreciates Pakistans participation in KADEX-2016
-
Rangers issue will be resolved in a day or two, says Saeed Ghani
-
Wont let anyone violate assigned limits: Nisar